د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو سمندري مسیرونو د ټاکلو پر سر وروستي تړون ته نږدې شوی، خو ټینګار کوي چې د ستراتیژیک هرمز تنګي د بیا پرانیستو لپاره لا هم پر امریکا د ځینو شرطونو منل اړین دي.
د نوموړي په وینا، واشنګټن باید د ایران پر وړاندې لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي، پوځي ګواښونه ودروي او د رامنځته شویو زیانونو جبران ومني؛ له دې شرطونو پرته به د هرمز تنګي د بیا پرانیستو په اړه پرمختګ ونه شي.
ایران او عمان د نوي هوکړهلیک له مخې د تنګي له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کښتۍچلونې لپاره د نویو سمندري لارو د تنظیمولو په حال کې دي.

