د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض موسا صنیعه صنعتي سیمه کې د فرنیچرو په یوه تولیدي کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګلهدېشي کارکوونکي مړه شوي دي.
د بنګلهدېش سفارت ويلي، پېښه د پلازمېنې په یوه صنعتي سیمه کې رامنځته شوې او هېواد ته يې د قربانیانو د جسدونو د انتقال لپاره له سعودي لوري سره همغږي روانه ده.
د بنګلهدېش حکومت اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د قربانیانو د انتقال چارې ژر بشپړې او له پاتې کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.
بايد وويل شي چې شاوخوا درې نیم میلیونه بنګلهدېشي وګړي په سعودي عربستان کې مېشت دي او هلته په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

