ډېر لوستل شوي

مجتبی خامنه‌يي محسن رضايي د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي وټاکه

د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌يي د سپاه پاسدارانو پخوانی قوماندان او د مصلحت نظام د تشخیص شورا غړی، محسن رضايي د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکلی دی.

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، رضايي به په خپلې نوې دندې کې د ملي امنیت عالي شورا کې د خامنه‌يي استازیتوب هم کوي.

رضايي د ایران او عراق د جګړې پر مهال د ایران له پوځي قوماندانانو څخه و او تر دې وړاندې یې د سپاه پاسدارانو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د ملي امنیت عالي شورا د منشي څوکۍ تر دې وړاندې، د علي لاریجاني له مړینې وروسته، محمدباقر ذوالقدر پر غاړه لرله.

اړوند خبرونه