د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د واشنګټن هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو په بدل کې حماس باید په غزه کې بې وسلې شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا وړاندیز له دې وړاندې د یوېا دوامدارې موافقې پر لور مهم ګام بللی و.
نتنیاهو پرون د یکشنبې په ورځ د خپلې کابینې د غونډې په پیل کې په څرګند ډول وویل: «اسرائیل هغه ۱۵ مادهییز سند نه مني چې وړاندې شوی دی.» نوموړي زیاته کړه چې له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل به یوازې هغه مهال ترسره شي چې حماس په رښتینې توګه بې وسلې شي، نه دا چې یوازې د بې وسلې کېدو تمثیل وکړي.
د اسرائیلو لومړي وزیر ټینګار وکړ چې حماس باید خپلې ټولې وسلې وسپاري. هغه وویل: په دې کې باید ټولې وسلې شاملې وي، که هغه درنې وسلې، سپکې وسلې او نورې وي.
نتنیاهو همداراز ویلي چې د هغه حکومت په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه: «هغوی خپل نظرونه لري؛ ځینې یې زموږ لپاره د منلو وړ دي او ځینې نور د منلو وړ نه دي. موږ پوهېږو چې په دې مسلو کې څنګه خپل دریځ وساتو.»
د غزې د جګړې د پای ته رسولو او له دې سیمې څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره د واشنګټن وړاندیز شوی ۱۵ مادهییز سند د ډونالډ ټرمپ د ادارې تر مشرۍ لاندې د سولې شورا له لوري چمتو شوی دی.
تر اوسه امریکايي چارواکو د اسرائیلو د لومړي وزیر له لوري د ټرمپ د سولې پلان د ردولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
له بلې خوا د حماس غورځنګ یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې دوی چمتو دي؛ تر څو د سولې د بورډ طرحه په مسؤلانه ډول پلې او کار ورته وکړي.
یاده دې شي چې د حماس او صهیونېست رژیم ترمنځ د تېرکال په اکتوبر کې د اوربند هوکړه شوې وه، خو تراوسه یې له دې هوکړې په زرګونو ځله سرغړونه کړې ده.

