بلوڅ ملتپال هر کال د اګېسټ ۱۱مه د «ازاد بلوچستان ورځې» په نوم یادوي او دغه ورځ د بلوچستان د سیاسي هویت او خپلواکۍ له غوښتنې سره تړلې بولي.
دوی وايي، دا نېټه د ۱۹۴۷ کال د اګېسټ له ۱۱مې سره تړاو لري، ځکه هغه مهال د برېټانیې تر واک لاندې د بلوچستان د سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه او پرېکړې شوې دي.
بلوڅ ملتپال د دې ورځې په مناسبت خپل سیاسي دریځ څرګندوي او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه بیا تازه کوي.

