د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لېبرال او د اوکراین د جګړې مخالف «یابلوکو» ګوند د سپټمبر له پارلماني ټاکنو څخه د ایستلو پرېکړه کړې ده.
د «رودینا» په نوم کرملېنپلوه ملتپال ګوند د یابلوکو پر ضد دعوه او ادعا کړې وه چې دغه ګوند په خپله وېبپاڼه کې د هغه «نړیوال LGBT غورځنګ» په ملاتړ مطالب خپاره کړي چې د روسیې سترې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې «افراطي» بللی او فعالیت یې منع کړی دی.
د یابلوکو مشر نیکولای ریباکوف د محکمې پرېکړه سیاسي او غیرقانوني بللې او ویلي یې دي چې ګوند به یې پر دې حکم اعتراض وکړي.
یابلوکو په روسیه کې له هغو محدودو ثبت شویو سیاسي ګوندونو څخه و چې په ښکاره یې د اوکراین د جګړې مخالفت کاوه.

