ډېر لوستل شوي

کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې مرګ‌ژوبله له ۷۰۰ کسانو لوړه شوه

د کولمبیا ولسمشر ویلي، د دې هېواد په لوېدیځ کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۳۲ کسان مړه شوي او ۵۷۰ ډېر نور ټپیان دي.

زلزله د دوشنبې په سهار د «چوکو» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې او د کولمبیا په ګڼو ښارونو کې یې پراخ زیانونه اړولي دي.

د «سي‌بي‌اېس» نیوز راپور له مخې، له ۱۶۰۰ ډېرې ودانۍ زیانمنې او لږ تر لږه ۶۱ ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې دي.

د مسوولینو په وینا، د ژغورنې عملیات روان دي او لا هم یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

اړوند خبرونه