د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې ۵۲۸ باروړونکي او ۳۳۳ مسافروړونکي ټرانسپورټي شرکتونه ثبت او د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا جوازونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي خدمتونو تنظیم او عرضې ریاست له لوري ورکړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې ترڅنګ په یاده موده کې د ټرانسپورټي شرکتونو سلګونه استازولیو ته هم د فعالیت جوازونه ورکړل شوي چې اوس مهال د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

