ډېر لوستل شوي

ټرمپ: روسیې یو پخوانی امریکايي سمندري سرتېری خوشې کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، روسیې ۳۲ کلن پخوانی امریکايي سمندري سرتېری رابرټ ګیلمان د بشري دلایلو له مخې له زندانه خوشې او نوموړی د امریکا پر لور روان شوی دی.

ګیلمان په ۲۰۲۲ کال کې په روسیه کې د یوه پولیس افسر د وهلو په تور نیول شوی و او له هغه وروسته یې څو کاله په بند کې تېر کړل.

د هغه کورنۍ ویلي چې په زندان کې د ناوړه چلند له امله یې روغتیايي وضعیت په جدي ډول خراب شوی و.

ټرمپ ویلي، د ګیلمان د خوشې کېدو لپاره له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې شوې او د هغه په بدل کې د بندیانو هېڅ ډول تبادله نه ده شوې.

د امریکا چارواکي وایي، ګیلمان ته به د درملنې لپاره په امریکا کې روغتیايي پام‌لرنه وشي.

اړوند خبرونه