د افغانستان او ايران د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې خبر ورکړی چې په کابل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير، نورالدين عزيزي او د ايران د کرنې وزير، غلام رضا نوري قزلجه په شتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو د پراختیا کنفرانس جوړ شوی دی.
ياده خونه وايي، دواړو لوريو د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي، د ټرانزیټ او لېږد رالېږد د اسانتیا، د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې، د سوداګریزو لګښتونو د کمولو او د مالي راکړو ورکړو د اسانتیا په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي عزیزي ويلي، افغانستان په اقتصادي اړیکو کې ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ته لومړیتوب ورکوي او د افغانستان او ایران اقتصادي همکاري د دواړو هېوادونو ترڅنګ د سیمې اقتصاد هم پیاوړی کولی شي.
بلخوا، د ایران د کرنې وزیر ويلي چې ایران غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور ته د ګډو فعالیتونو زمینه برابره کړي.
په کنفرانس کې د کرنې په برخه کې د ګډې پانګونې، د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د بازار موندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا منظمولو پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

