ډېر لوستل شوي

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت لس‌اوریزې کرېکټ سیالۍ کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د زمري ۲۴مې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت به په کابل او څلورو نورو ولایتونو کې لس‌اوریزې کرېکټ سیالۍ ترسره شي.

ياد بورډ ويلي، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا (جمعه، زمري۲۳مه) د کابل په ملي کرېکټ لوبغالي کې د «خپلواکۍ اتلانو» او «یووالي اتلانو» لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹:۰۰ بجو وشي.

د کرېکټ بورډ په وینا، د لوبې ننداره د کرېکټ مینه‌والو لپاره وړیا ده او سیالي به په ژوندۍ بڼه هم خپره شي.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د خپلواکۍ ورځې په مناسبت لس‌اوریزې سیالۍ په خوست، ننګرهار، کندوز او کندهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

اړوند خبرونه