د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي د مالیې له وزیر ملا محمد ناصر اخند سره په لیدنه کې د سوداګرو د ستونزو، په ځانګړې توګه د پاکستان په چمن او تورخم کې د سوداګریزو مالونو او باروړونکو موټرو د درېدلو له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه خبرې کړې دي.
ياده خونه وايي، په دې ناسته کې د سوداګرو د مالونو د درېدو له امله د ډیمریج د لوړو لګښتونو ستونزه له مالیې وزارت سره شریکه کړې ده.
د مالیې وزیر ویلي، که د سوداګرو اسناد کره او د ټرانسپورټ وزارت له لوري تایید شي، مالیې وزارت به د ګمرکي تصفیې او زیانونو د جبران په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د سوداګرو د زیانونو د ارزونې لپاره د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې د استازو او سوداګرو په ګډون د یوې تخنیکي او مسلکي ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز منل شوی دی.

