ډېر لوستل شوي

هېواد کې د سمنټو پر شپږو سترو کارخونو ۷۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سمنټو پر شپږو سترو کارخونو ۷۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کېږي.

ياد وزارت وايي، د دې کارخونو له بشپړېدو سره به افغانستان هره ورځ شاوخوا ۱۶ زره او ۷۵۰ ټنه سمنټ تولید کړي او نږدې ۲۵ زره کسانو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

یادې کارخونې په سمنګان، جوزجان، پروان، لوګر، هرات او کندهار ولایتونو کې جوړېږي. د مسوولينو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان د سمنټو له واردوونکي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، د سمنټو د کورني تولید پراختیا به د هېواد اقتصادي پیاوړتیا، د ودانيزو چارو چټکتیا او د کورني صنعت د ودې ترڅنګ د سمنټو په برخه کې د ځان‌بسیاینې زمینه هم برابره کړي.

اړوند خبرونه