د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له امریکا وغوښتل چې د غزې د سولې پلان د پلي کولو لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي، څو له غزې څخه د فلسطینیانو له بېځایه کولو لاس واخلي او د یاد پلان له مخې عمل وکړي.
فیدان په مصر کې یوې خبري غونډې ته ویلي، سره له دې چې منځګړي هېوادونه په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، اسرائیل لا هم د سولې د راوستو پر ځای منفي اقدامات ترسره کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د غزې د سولې په پلان کې د هوکړه شویو پړاوونو د عملي کېدو د تضمین لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. فیدان ټینګار کړی چې د غزې راتلونکی یوازې د منځني ختیځ له ثبات سره تړاو نه لري، بلکې د نړۍ پر ثبات به هم اغېزې ولري.

