په ترمذ ښار کې د افغانستان، اوزبيکستان او چين د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او اقتصادي همکاريو په موخه ګډه سوداګريزه غونډه پيل شوې ده.
د بلخ ولايت وياند عطاءالله حاجي زيد وايي، په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د امارتي شرکتونو لوی رييس مولوي احمدجان بلال، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر او یو شمېر افغان، اوزبيک او چیني سوداګرو او مسوولینو ګډون کړی دی.
د ښاغلي زيد په وينا، په دې غونډه کې به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو فرصتونو پر موندلو بحث وشي.

