واشنګټن پوسټ د خلیجي هېوادونو چارواکو په حواله ویلي چې دا هېوادونه په ایران کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ په مدیریت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کړنو ډېر سخت ناهیلي شوي دي.
د عربي او لوېدیځو چارواکو په وینا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او بحرین د امریکا د ادارې تګلارې په اړه ګډه اندېښنه لري.
دوی وایي چې د ایران او د هغه د متحدو ډلو توغندیز او ډرون بریدونه دوام لري او د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له جدي خنډونو سره مخ دي.
دغو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې واشنګټن ښايي له ایران سره د یوې دایمي هوکړې لپاره د اړتیا وړ اغېزمنه ډیپلوماسي پر مخ ونهشي وړلی.
دا وضعیت د امریکا او د فارس خلیج د خپلو مهمو متحدینو ترمنځ د باور د کمېدو نښې هم څرګندوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې او ناکامو مذاکراتو له دوام سره، د سیمې عربي هېوادونه هڅه کوي چې جګړه یې د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو پر وړاندې لا پراخه نهشي.
باید وویل شي چې د هرمز تنګي د وضعیت دوام هم د خلیجي هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

