الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا او ایران د څو میاشتني جنګ او د ایران پر جنوبي بندرونو د سمندري محاصرې له دوام سره، د دغه هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی او د خوراکي توکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، میلیونونه ایرانیان د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ دي.
د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو له مخې، د جولای پر مهال کلنۍ انفلاسیون شاوخوا ۸۸ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو انفلاسیون له ۱۲۸ سلنې اوښتی دی. د ځوانانو د بېکارۍ کچه هم د پسرلي په موسم کې ۲۳.۴ سلنه ثبت شوې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، جګړې او سمندري کلابندي د حکومت لګښتونه زیات کړي، د تېلو پر صادراتو او د مالیاتي عوایدو پر راټولولو یې منفي اغېز کړی دی.
الجزیرې په خپل راپور کې ویلي چې د ایران اقتصاد له سخت فشار سره مخ دی، خو لا هم د بشپړ اقتصادي سقوط مرحلې ته نه دی رسېدلی.
د ایران اقتصاد له جګړې وړاندې هم د بندیزونو، د ریال د ارزښت د کمېدو او لوړ انفلاسیون له ستونزو سره مخ و، خو د جګړې او سمندري کلابندۍ دوام د تېلو صادرات، واردات او سوداګري لا محدوده کړې او پر عامو خلکو یې د ژوند لګښتونه درانه کړي دي.

