ډېر لوستل شوي

د امریکا او ایران د ۶۰ ورځنۍ هوکړې موده نن پای ته رسېږي

د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځنۍ هوکړې موده نن (دوشنبه، د اګست ۱۷مه) پای ته رسېږي.

 الجزیرې ویلي، دواړو هېوادونو په تېرو اوونیو کې یو بل د هوکړې له مادو په سرغړونه تورن کړي دي.

ایران هم اعلان کړی چې له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د ایران یوه لوړپوړي چارواکي مخکې ویلي وو چې د تفاهم د غځولو په اړه هېڅ خبرې نه دي روانې او واشنګټن باید لومړی د پخوانۍ هوکړې ژمنې عملي کړي.

د ۶۰ ورځني تفاهم موخه د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي شخړې کمول او د پراخې هوکړې لپاره د خبرو زمینه برابرول وو، خو د هرمز تنګي، بندیزونو او د دواړو لوریو د ژمنو د عملي کېدو پر سر اختلافاتو خبرې له خنډ سره مخ شوې دي.

اړوند خبرونه