ډېر لوستل شوي

پاپ لېو: د فلسطین شخړې د پای ته رسولو لپاره دې نړيوالې هڅې چټکې شي

د کاتولیکانو مشر پاپ لېو څوارلسم د فلسطینیانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د سم‌لاسي درولو غوښتنه کړې او له نړيوالې ټولنې یې غوښتي چې د فلسطین د مسئلې د سیاسي حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

پاپ لېو ویلي، د دوو دولتونو د حل لارې په لور پرمختګ کولی شي د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د عادلانه او تل‌پاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي مېشتو کسانو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د بشري حقونو ډلې اندېښنه ښيي چې د فلسطینیانو پر کورونو بریدونه او د مېشت ځایونو پراختیا د هغوی د ځمکو د نیولو هڅې لا پیاوړې کوي.

پاپ لېو له دې وړاندې هم د غزې او لوېدیځې غاړې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید سیاسي خبرې بېرته پیل شي.

اړوند خبرونه