ډېر لوستل شوي

“خصوصي سکتور دې د لویو بنسټيزو پروژو په پلي‌کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، حکومت د هېواد د اقتصاد ټول بار یوازې پر اوږو نه‌شي وړلی او خصوصي سکتور باید د لویو زیربنایي پروژو په پلي‌کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

د اميد راډيو خبريال د یوه سهامي شرکت د جوړېدو او فعالیت په اړه د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ښاغلي برادر له قوله ویلي، اسلامي امارت د پانګونې پر وړاندې خنډونه له منځه وړي او پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د سهامي شرکت له لارې کېدای شي د بېلابېلو شرکتونو ګټې او لاسته‌راوړنې د یوه منظم میکانیزم له لارې سره راټولې او په لویو اقتصادي پروژو کې ترې اغېزمنه استفاده وشي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له پانګوالو غوښتي چې د هېواد د اقتصادي ودې او ابادۍ لپاره ګډه پانګونه وکړي او د یاد سهامي شرکت له پیل سره داسې اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې عملي پایلې ولري.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، اسلامي امارت د راتلونکي لپاره د اقتصادي پرمختګ په موخه بېلابېلې طرحې تر لاس لاندې لري او هڅه کوي د خصوصي سکتور د لا فعالې ونډې لپاره زیاتې زمینې برابرې کړي.

اړوند خبرونه