ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ګامبیا د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې

په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ګامبیا له سفیر ډاکټر عمر جاه سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو د همکاریو، پانګونې او په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو فرصتونو په اړه هم بحث شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د ګامبیا حکومت په دې وروستیو کې ډاکټر عمر جاه د افغانستان لپاره د خپل سفیر په توګه ټاکلی دی.

اړوند خبرونه