د رویټرز/ایپسوس تازه نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د هغه د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
د نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۳۳ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د ولسمشرۍ له کړنو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه کسانو د هغه له کړنو سره مخالفت ښودلی دی.
د رویټرز په وینا، د ټرمپ د محبوبیت کچه د روانې میاشتې په لومړیو کې ۳۵ سلنه وه، خو په تازه سروې کې دوه سلنه نوره هم کمه شوې ده. دا کچه د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې ثبت شوې او تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې د ټرمپ د حکومت پر کورنیو او بهرنیو سیاستونو بحثونه او نیوکې هم دوام لري.

