ډېر لوستل شوي

مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت پنځمه کالیزه نمانځلې

په مسکو کې د افغان سفارت له لوري د اسلامي امارت د پنځمې کالیزې په نمانځغونډه کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او بېلابېلو روسي چارواکو او افغان ډیپلوماټانو ګډون کړی و. 

په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت سفیر، مولوي ګل حسن حسن د زمري ۲۴مه د افغانانو لپاره ویاړلې تاریخي ورځ او هم یې د افغانانو په معاصر تاریخ کې د افغان مجاهد ولس د مېړانې او سرښندنې نه هېرېدونکې بېلگه بللې ده.  

ښاغلي حسن د افغانستان امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختگونو یادونه کړې او د سیمه‌ییز اتصال، سوداگرۍ او پانگونې په برخو کې یې د هېواد پر مهم جغرافیایي موقعیت ټینگار کړی دی.

افغان سفیر همداراز ویلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې د متقابلو گټو پر بنسټ د پراختیا په حال کې دي.

په دې نمانځغونډه کې د روسیې ځانگړي استازي، ضمیرکابلوف د افغانستان د فتحې ورځې پنځمې کالیزې مبارکي ویلې او دلته یې شته امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختگونه ستایلي دي. 

نوموړي همداراز د انرژۍ، ټرانسپورټ، کرنې او کانونو په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره د روسیې چمتووالی څرگند کړی دی.

اړوند خبرونه