ډېر لوستل شوي

نورالدين عزیزي: د نفتي توکو برخه کې ځان‌بساینې ته د رسېدو هڅې کوو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، د یوه سهامي شرکت د جوړېدو او فعالیت په اړه د هوکړه‌لیک لاسلیک د هېواد د ځان‌بساینې پر لور مهم ګام دی.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي عزیزي په حواله ویلي، نفتي توکي د هېواد په کچه له مهمو اقتصادي عناصرو څخه دي او حکومت له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې افغانستان په دې برخه کې ځان‌بساینې ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، هڅې روانې دي چې هغه بهرني شرکتونه افغانستان ته راجلب شي چې د نفتي توکو په برخه کې مسلکي پانګونه او فعالیت ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، د خصوصي سکتور په مرسته د لویو زیربنایي پروژو د پلي‌کېدو لپاره هڅې کېږي او د هېواد د ابادۍ لپاره باید له افغانانو، افغان فکرونو او کورنیو تولیداتو څخه استفاده وشي.

اړوند خبرونه