ډېر لوستل شوي

د هرمز تنګي کړکېچ د نړۍ د تېلو بیې له ۹۱ ډالرو پورته کړې

په نړیواله کچه بازارونو کې د خامو تېلو بیه لوړه شوې او د برېنټ تېلو بیه له ۹۱ ډالرو اوښتې ده.

د الجزرې د راپور له مخې، د برېنټ تېلو بیه ۵۹ سنټه، یعنې ۰.۷ سلنه لوړېدو سره ۹۱.۴۶ ډالرو ته رسېدلې چې په تېرو درېیو اوونیو کې یې تر ټولو لوړه کچه ده.

د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ تېلو بیه هم ۷۵ سنټه لوړه شوې او ۸۵.۲۵ ډالرو ته رسېدلې ده.

د هرمز تنګي د احتمالي اوږدمهاله بندښت وېره د نړۍ د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتوي او بازارونه یې له بې‌ثباتي سره مخ کړي دي.

اړوند خبرونه