ډېر لوستل شوي

عراقچي: د امریکا پوځي اډې مو ویشتلې، نه د سیمې هېوادونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

عراقچي ویلي، امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو پوځي اډو څخه د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره کار اخیستی، نو تهران هم په ځواب کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې ځینو هېوادونو د ایران د بریدونو په اړه اعتراض کړی، خو تهران ورته وضاحت ورکړی چې د بریدونو هدف دغه هېوادونه نه دي، بلکې د هغوی په خاوره کې د امریکا پوځي اډې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ د روانو پوځي ترینګلتیاوو له امله په سیمه کې د امریکا پوځي اډې د تهران د احتمالي غچ اخیستنې له مهمو هدفونو څخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه