د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاالله عمري د بلاروس د کرنې او خوړو وزير «يوري ګورلوف» په ګډه مشرۍ په منسک کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ګډ کمېسيون دويمه غونډه ترسره کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په غونډه کې دواړو لوريو د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا ترڅنګ، د کرنې او مالدارۍ، صنعتي ماشینونو د تولید او واردولو، د کرنیزو ماشینونو د مونتاژ، د کیمیاوي سرې د تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو د پروسس او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث کړی دی.
دواړو لوريو په افغانستان کې د بلاروسي شرکتونو د ګډې پانګونې، د کارخونو او ګډو پروژو د جوړولو، د افغانستان د کانونو د استخراج او پروسس او د نفتو د استخراج او تصفیې په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.
همداراز په دې ناسته کې د افغانستان محصولاتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي د اسانتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن رامنځته کولو پر لارو چارو هم ټینګار شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو پروسس، د سرې، حیواني درملو او واکسینونو د تولید، د تخنیکي کارکوونکو د روزنې او په افغانستان کې د بلاروسي درملو د تولید په اړه هم د همکاریو وړاندیزونه مطرح شوي دي.
د يادې غونډې په ترڅ کې دواړو لوريو د مطرح شویو هوکړو د تعقیب او عملي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د معینانو په مشرۍ د یوه ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه کړې ده. ويلکېږي، د دې کاري ګروپ دنده به د ګډو پروژو، پانګونو او نورو هوکړه شویو همکاریو د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرول وي.
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ګډ کمېسیون په کال کې یو ځل جوړېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو پروژو او پانګونو د همغږۍ مهم چوکاټ بلل کېږي.

