د سوېلي کوريا دفاع وزارت د څېړنيزو خصوصي موسسو د ارزونې پر بنسټ خبر ورکړی چې شمالي کوريا دا مهال له ۸۰ تر ۱۲۰ اټومي سرګولې لري.
د سوېلي کوریا دفاع وزیر «ان ګیو-بک» د پارلمان یوې ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي چې د څېړنیزو خصوصي موسسو د ارزونې پر بنسټ شمالي کوریا اوس وخت خپلې اټومي زېرمې پراخې کړې او د اټومي سرګلولو شمېر یې زیات شوی دی.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې شمالي کوریا دا مهال د اټومي سرګلولو شمېر شاوخوا ۷۵ ته لوړ کړی، خو تازه ارزونې ښيي چې دا ارقام د ټرمپ له اټکل لوړ دي.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» څو ځلې خبرداری ورکړی چې که پر دوی هر ډول برید وشي، دوی به یې په ځواب کې اټومي وسله وکاروي او مقابل لوری به په بشپړه توګه له منځه یوسي.
دا په داسې مهال ده، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې د روان کال تر پايه د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وګوري.

