د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به له ایران سره د روان وضعیت په اړه لږ نور نتظار وکړي او وبه ګوري چې څه پېښېږي.
د نوموړي په وینا، تهران د اقتصادي او پوځي فشارونو له امله له سخت وضعیت سره مخ دی.
ټرمپ ویلي: «هغوی پیسې نه لري، سمندري او هوايي ځواک هم نه لري. ایران خپلو سرتېرو او پولیسو ته معاشونه نه ورکوي او انفلاسیون یې ۳۵۰ سلنې ته رسېدلی دی.»
نوموړي زیاته کړې، امریکا د ایران پر پوله او د هرمز تنګي اړوند پر سیمه د بشپړ کنټرول ادعا لري. د ټرمپ په وینا، واشنګټن به د اوسني وضعیت د پایلو د معلومولو لپاره یو څه نور انتظار وکړي.
ټرمپ ویلي، ایران غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د نوموړي په باور، تهران لا هم د هغه څه منلو ته چمتو نه دی چې دی یې «سمه هوکړه» بولي.
د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي، بندیزونو او د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو اختلافات لا هم د مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډونه بلل کېږي. ایران د تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د امریکا د بندیزونو او محاصرې د پای ته رسولو په ګډون یو شمېر شرایط مطرح کړي، خو واشنګټن تر اوسه د تهران له غوښتنو سره موافقه نه ده کړې.

