ډېر لوستل شوي

پزشکیان: د ځواک او بري په دريځ کې یو او همدا نن باید جګړه پای ته ورسېږي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په داسې حال کې چې د ده په وینا ایران د ‘ځواک’ په دریځ کې دی، له امریکا سره باید جګړه پای ته رسوي.

د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان د جمعې په ورځ په تهران کې له یو شمېر ډاکټرانو سره د لیدنې پر مهال وویل، غوره ده چې جګړه «همدا نن» پای ته ورسېږي؛ هغه وخت چې د ده په وینا، ایران د «ځواک او عزت په دریځ» کې دی او «ټوله نړۍ زموږ بریا مني».

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې له امریکا سره د مذاکراتو په پایله کې ترلاسه شوی توافق د تهران لپاره یوه «لویه لاسته راوړنه» وه چې د «ملي امنیت عالي شورا» هم تصویب کړې ده.

نوموړي له امریکا سره لاسلیک شوي هوکړه‌لیک ته په اشارې وویل: «د دې توافق په یوه ماده کې هم داسې څه نه شي موندل کېدای چې د تسلیمېدو یا کمزورۍ څرګندونه وکړي، بلکې ټولې ژمنې د مقابل لوري اړوند دي.»

امریکا او ایران د اپرېل په میاشت کې اوربند ته ورسېدل او د جون په میاشت کې یې د اوربند د غځولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د مذاکراتو د پرمختګ لپاره یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړ؛ خو دواړه هوکړه‌لیکونه لا بشپړ عملي شوي دي.

اړوند خبرونه