په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، مولوي فضلمحمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له رییس، مجتبی شصتی کریمي سره لیدلي دي.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر اړوند مسایلو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو لوریو ترمنځ د کډوالو د چارو او کونسلي خدمتونو د وضعیت په اړه د بحث موضوعات مطرح شوي، خو د لیدنې د نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ایران د افغان کډوالو له مهمو کوربه هېوادونو څخه دی، چې د میلیونونو افغانانو د مېشتېدو له امله د کډوالو، اقامې او کونسلي خدمتونو موضوعات د کابل او تهران ترمنځ له مهمو بحثونو څخه بلل کېږي.

