ډېر لوستل شوي

د امریکا او خلیجي هېوادونو نوې تګلاره؛ د ایران له فشارونو سره سره له هرمز تنګي د تېلو لېږد روان ساتل کېږي

د امریکا سمندري ځواکونو په ملاتړ، د سعودي عربستان، کوېټ، قطر او متحده عربي اماراتو د تېلو شرکتونو د هرمز تنګي له لارې د خامو تېلو د لېږد لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده.

دا شرکتونه داسې تېل‌وړونکي بېړۍ کرایه کوي چې خپل ترانسپونډرونه بندوي، د فارس خلیج له لارې د هرمز تنګي څخه تېرېږي او د عمان خلیج ته رسېږي. هلته خپل بار هغو ټانکرونو ته سپاري چې د پېرېدونکو له لوري ورته انتظار وي او وروسته بېرته د هرمز تنګي له لارې ستنېږي.

دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي پر کنټرول سخت کړکېچ روان دی او د بېړیو پر تګ راتګ د امنیتي ګواښونو له امله د تېلو نړیوال بازار هم له فشار سره مخ دی.

اړوند خبرونه