د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګریزې جګړې له بیا تودېدو سره، د دواړو هېوادونو مصرفوونکي او کاروبارونه د لا زیاتو اقتصادي فشارونو له ګواښ سره مخ شوي دي.
د امریکا حکومت پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي.
بلخوا، کاناډا هم د امریکا د دغو تعرفو په غبرګون کې د متقابلو تعرفو اعلان کړی چې د سپټمبر له ۸مې به عملي شي.
نیویارک ټایمز د اقتصادي شنونکو په حواله اندېښنه ښودلې چې د تعرفو دوام به د وارداتي توکو لګښتونه لوړ کړي، کاروبارونه به له اضافي فشار سره مخ کړي او د هغو مصرفوونکو لپاره به ستونزې زیاتې کړي چې لا له وړاندې د لوړو بیو له امله له اقتصادي فشار سره مخ دي.

