ډېر لوستل شوي

امریکا د سپاه پنځو قوماندانانو پر سر ۱۰ ميليونه ډالر جايزه ټاکلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسدارانو د پنځو قوماندانانو په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.

ياد وزارت ويلي، احمد وحیدي، علي عبدالبهی، سعید اقاجاني، حمیدرضا لشګریان او مجید خادمي هغه پنځه قوماندانان دي چې د دوی په تړاو د باوري معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دا جایزه ټاکل شوې ده.

امریکايي چارواکي وايي، هغه کسان چې د یادو قوماندانانو په اړه معتبر معلومات وړاندې کړي، د نغدي جایزې ترڅنګ به په یوه خوندي ځای کې د اوسېدو زمینه هم ورته برابره شي.

دا اعلان په داسې مهال کېږي چې د امریکا، اسراييلو او ایران په جګړه کې د ایران د سپاه پاسدارانو ګڼ لوړپوړي قوماندانان په نښه شوي دي.

اړوند خبرونه