ډېر لوستل شوي

امریکا سوریه د «ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو» له نوم‌لړه وایسته

د امریکا متحده ایالتونو سوریه په رسمي ډول د «ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو» له نوم‌لړه وایسته.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، له دې سره به د دغه هېواد لپاره د نړیوالو پانګونو، مالي اړیکو او اقتصادي بیارغونې زمینه نوره هم برابره کړي.

دا پرېکړه د واشنګټن او دمشق ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګام بلل شوی او تمه ښودل شوې چې د سوریې له نړیوال اقتصاد سره د بېرته نښلېدو بهیر چټک کړي.

دا په داسې مهال ده چې سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د «ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو» په نوم‌لړ کې شامله وه.

اړوند خبرونه