کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تخار ولایت «دشت قلعې» ولسوالۍ د «آیخانم» بندر کمیسارۍ د نوې اطفائیې ودانۍ، احاطوي دېوال او امنیتي برجونو په ګډون د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوې ټولګټې پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا پروژې د تعمیراتو عمومي ریاست د تأسیساتو د رییس، مولوي فضلالرحمن حقاني او مل پلاوي له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې مسوولینو په دې غونډه کې د یادو پروژو رامنځته کول او بشپړول د امنیتي تأسیساتو پیاوړتیا، د خدماتي او اطفائیوي ظرفیتونو لوړولو، د دولتي تأسیساتو خوندیتوب او په آیخانم بندر کې د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د خوندي چاپېریال چمتو کولو په برخه کې مهم ګام بللی دی.
بلخوا د هرات ولایت مقام ویلي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۲ میلیون ډالرو په لګښت ۱۹ اطفائیې موټرو پېرل شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.
سرچینې لیکلي چې دا ۱۹ اطفائیې موټرې د سوداګرو له لوري پېرل شوې او د هرات صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې شوې دي.
د هرات ولایت مقام همداراز ویلي چې دا وسایط په مسلکي او روزل شویو پرسونل سمبال دي او په صنعتي ښارګوټي کې د اورلګېدنې پېښو پر وړاندې د چټک غبرګون وړتیا لري.

