د کویټ «السایر» سوداګریز شرکت اجرایوي رییس او پانګوال «محمد ناصر السایر» د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې پر رامنځتهشویو فرصتونو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د دغه پانګوال له قوله راغلي چې دوی په راتلونکي کې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیلوي او شرکت یې له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته د وچې او تازه مېوې د صادرولو پلان لري.

