ډېر لوستل شوي

د اسلام‌اباد دولتي روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د ياد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوه دولتي روغتون د ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ښايي دا اور د هوا سړېدو «اېرکنډېشن» سیستم د خرابېدو یا د کمپرسور د چاودنې له امله رامنځته شوی وي.

ويل شوي، د اور وژنې او ژغورنې عملیاتو پر مهال یو ماشوم له اور څخه ژغورل شوی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د پېښې د کره لامل او د قربانیانو د وروستي شمېر په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

اړوند خبرونه