ډېر لوستل شوي

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (افغان پریمیر لیګ) درې لوبډلې وپلورل شوې او له نویو مالکانو سره یې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د یاد بورډ په وینا، په همدې تړاو مراسمو کې د سیالیو جام، «کوهِ ظفر»، هم نندارې ته وړاندې شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ زیاتوي چې د پاتې دوو نورو لوبډلو د غوراوي لړۍ به هم ډېر ژر وروستۍ شي.

اړوند خبرونه