ډېر لوستل شوي

پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو مالي اسانتیا غواړي

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وایي، اسلام‌اباد له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو د اسعارو د تبادلې اسانتیا (Swap Line) غوښتنه کړې، څو د بهرنیو اسعارو پر بازار فشار کم او د خصوصي پانګه‌والو باور پیاوړی کړي.

اورنګزېب وایي، له واشنګټن سره خبرې رغنده روانې دي او تمه لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ځواب ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي، پاکستان غواړي د صادراتو په زیاتولو او د تمویل د سرچینو په متنوع کولو سره د تادیاتو د بیلانس تکراري ستونزې راکمې او نړیوالو مالي بازارونو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د یادې اسانتیا غوښتنه د عادي پور لپاره نه، بلکې د مالي ثبات او د نړیوالو پانګه‌والو د باور د پیاوړتیا لپاره شوې ده.

اړوند خبرونه