د امریکا سمندري ځواکونه د منځني ختیځ لپاره د خپلو پوځي امکاناتو د پیاوړتیا په موخه د «تیوډور روزویلټ» الوتکهوړونکې بېړۍ د شاوخوا ۵ زره سرتېرو په ملتیا سیمې ته استوي.
د راپورونو له مخې، دا بېړۍ به له سانډیاګو څخه په راتلونکو اونیو کې حرکت وکړي او ټاکل شوې چې د امریکا د مرکزي قوماندې تر چتر لاندې په منځني ختیځ کې د شاوخوا اوو میاشتو لپاره ماموریت ترسره کړي.
د امریکا سمندري ځواکونو مشرتابه د بېړۍ عملې ته د اوږده ماموریت لپاره د چمتووالي سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې ښايي د ماموریت موده له ټاکل شوې مودې هم زیاته شي.
«تیوډور روزویلټ» به په سیمه کې د «جورج واشنګټن» الوتکهوړونکې بېړۍ ځای ونیسي. په ورته مهال، د «جورج اېچ. ډبلیو. بوش» الوتکهوړونکې بېړۍ هم په منځني ختیځ کې حضور لري. د امریکايي الوتکهوړونکو بېړیو د حضور پراخېدل داسې مهال دي چې له ایران سره د امریکا پوځي کړکېچ دوام لري او واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو د اوږدمهاله عملیاتو لپاره چمتووالی زیاتوي.

