د اسلاماباد عالي محکمې هغو ۸۷ افغان زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو تحصیلي ویزو د تمدید غوښتنه کوي، خپله موضوع دې د افغانستان د سفارت له لارې له پاکستاني چارواکو سره تعقیب کړي.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د محکمې قاضي خادم حسین سومرو ویلي چې د افغانستان سفارت دې د دغو زدهکړیالانو د ویزو د تمدید په تړاو له پاکستاني لوري سره اړیکه ونیسي.
یاد افغان زدهکړیالان په ۲۰۲۳ کال کې د زدهکړو لپاره پاکستان ته تللي او اوس غواړي خپلې تحصیلي ویزې تمدید کړي.
په پاکستان کې د افغان محصلینو د تحصیلي ویزو د وضعیت موضوع له څه مودې راهیسې د افغان زدهکړیالانو لپاره د اندېښنې وړ ده.
د ویزو د تمدید ځنډ کولی شي د هغوی پر زدهکړو او په پاکستان کې د پاتېکېدو پر قانوني وضعیت اغېز وکړي.

