د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو نهم پړاو نن سهار په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیل شو.
لومړۍ لوبه د غازې امانالله خان لوبغالي کې د میوند اتلان له ماهیپر ستورو سره مخامخ کېږي او دویمه لوبه د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز ترمنځ د خوست په رحمتولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د سياليو ياد پړاو د ننګرهار په غازي امانالله خان کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسوول محمد نظیم جار عبدالرحیمزي او یو شمېر نورو مسوولینو د ګډون پرمهال پرانيستل شوی دی.

