ډېر لوستل شوي

د نیپال او چین سرحدي سیمو کې د سېلابونو له امله د لادرکه کسانو شمېر له ۲۴۰۰ واوښت

د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې د مرګ‌ژوبلې او ویجاړونکو سېلابونو له امله د لادرکه کسانو شمېر له ۲۴۰۰ تنو اوښتی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د لادرکه کسانو د شمېر زیاتېدو په دغو سیمو کې د طبیعي ناورین د لا پراخېدو او د مرګ‌ژوبلې د لوړیدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د لادرکه کسانو د موندلو او زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې رسولو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

په راپورونو کې راغلي چې دغه سېلابونه د یخچالونو د نړېدو او د اوبو او خټو د ستر حجم د راخوټېدو له امله رامنځته شوي چې د نیپال په ځینو سیمو او د چین په تبت کې یې ګڼ کلي او بنسټیز تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې طبیعي ناورین کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور لادرکه دي.

د نیپال او تبت په ځینو برخو کې د سختو سېلابونو له امله د خلکو ژوند، کورونه او مهم بنسټونه له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

اړوند خبرونه