د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، کابل له امریکا سره د عادي او رغنده اړیکو غوښتونکی دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د دورې سیاستونه بدل او پر ځای یې د حسنه اړیکو نوی پړاو پیل شي.
ښاغلي مجاهد له یوه هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، اسلامي امارت غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت او په واشنګټن کې د افغانستان ډیپلوماټیکه استازولۍ بېرته فعالې شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل شي.
مولوي ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی چې کابل له واشنګټن سره د اړیکو د عادي کولو او د متقابل تعامل لپاره چمتو دی.
امریکا په کابل کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د خپل سفارت چارې ودرولې او تر اوسه په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور نه لري.

