د ایران بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا برخې مسوول «محمد رضا بهرامي» د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییز وضعیت خبرې شوې دي.
د کتنې پرمهال ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر وده بللې او په وینا یې چې دواړه هېوادونه په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو ګټه اخیستلی شي.
بلخوا ایراني لوري هم د ایران او افغانستان د اړیکو او خبرو دوام مهم بللی دی.

