ډېر لوستل شوي

ايران اردن او قطر  کې د امریکايي ځواکونو پر اډو ځوابيٙ توغندیز بریدونه کړي

د راپورونو له مخې،  ایران سپاه ویلي چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د “العدید” پر پوځي اډې هدفي بریدونه کړي دي.

دغه راز، رویټرز راپور ورکړی چې ایران د امریکا د بریدونو په غبرګون، اردن کې د امریکايي ځواکونو پر ملک حسین او الازرق اډو توغندیز بریدونه کړي او مستقیما یې ویشتلي دي.

امریکا تر دې وړاندې اعلان کړی و چې لارک ټاپو کې یې د سپاه پاسدارانو پر تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.

ايراني رسنيو هم پر دغه هېواد د امريکايي بريدونه تاييد کړي.

د ايران تسنیم خبري اژانس د لومړنیو او غیررسمي راپورونو له قوله په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه