د نیپال او چین پولو کې د مرګونو سیلابونو د راوتو له امله لږ تر لږه ۷۹۷ تنه مړه او له درې زرو ډېر نور لادرکه دي.
الجزیره دوشنبه ورځ راپور ورکړی چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د راپورونو له مخې، د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې د هیمالیا په لوړو برخو کې د یوه طبیعي یخچال نړېدل د سیلابونو او ډبرو د پراخو ښوېدنو لامل شوی دی.
راپورونو پر بنسټ، ناوړه موسمي شرایط، د اوبو د سطحې زیاتوالی او ځينې نورو ستونزو د مرستې او ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخ کړی دی.

