د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د ایران اوسنی دولت د پخوا په پرتله کمزوری شوی او هېڅکله نه غواړي چې ایران د اتومي وسلو څښتن شي. نوموړي تهران تورن کړی چې غواړي بیا اتومي پروګرام پیل کړي.
نتنیاهو پرون د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی چې تر څو دی په واک کې وي، نو تر هغو به ایران ته د اتومي وسلو اجازه ورنه کړي. نوموړي همدارنګه د ایران د اوسني حکومت د نړولو او د ایران د ګواښ پر له منځه تلو هم ټینګار کړی دی.
تهران تراوسه د نوموړي د څرګندولو په تړاو څه نه دي ویلي.

