د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له دغه ولایت څخه د ۹۰ میلیونه او ۸۸۰ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۱۰ زره ټنه کورني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سرچینې په وینا، د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هرات د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې ۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي، په دغو صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، درملیز بوټي، زعفران، سابه، د صنعتي ښارګوټي تولیدات، دودیزې غالۍ، د څارویو محصولات او یو شمېر نور کورني تولیدات شامل دي.
د سرچینې په وینا، دغه تولیدات د امریکا په ګډون یو شمېر اروپایي، عربي او د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او هند ته صادر شوي دي.

